English | Pashto | Dari 

اضافی پروګرامونه
د افغانستان د ځوانانو ملی او ټولنیز ارګان د بین المللی ټاکنو د کمیسون (IEC) یو غړی دی چی په ۲۰۰۹ میلادی کال د ریاست جمهوری او پارلمانی ټول ټاکنو کی یی ۵۰۰۰۰۰ رای ورکونکو ته د ټاکنو د څرنګوالی په اړه زده کړه ورکړی ده. او همدارنګه یاد شوی ارګان د ریاست جمهوری او ولایتی شوراګانو د ټاکنو په ورځ خپل ټول غړی د یو عادلانه او روڼ ټول ټاکنو د تر سره کیدو په موخه د ټول هیواد په کچه چمتو او د درغلی د مخی نیوی لپاره د دغه ارګان د ټول غړی برخه اخیستل د څارونکی په توګه د ټول ټاکنو په مرکزو کی یو ډیر په زړه پوری او د ګټی ډګ ګام وو. او د بل پلوه د۳۵۰۰۰۰ رای ورکونکو ته د ترانسپورت برابرول او د هغوی لیږل لری پوتو ټاکنیز مرکز ځایو ته د رای ورکولو په موخه یو بل اوچت ګام وو چی د افغانستان د ځوانانو ملی او ټولنیز ارګان له خوا تر سره شو چی ښه پایلی یی درلودلی.
•    د افغانستان د ځوانانو ملی او ټولنیز ارګان د ۲۰۱۰ پارلمانی انتخاباتو په لړ کی د ۱۰۰۰۰۰ نه زیات رای ورکونکو ته د ټاکنو او د دوی د سیاسی حقوق او وجایب په اړه عامه پوهوی ورکړی ده.
د افغانستان د ځوانانو ملی او ټولنیز ارګان د ریاست جمهوری او پارلمانی ټول ټاکنو په لړ کی بر څیره د ټاکنیزی پروسی تر څار د هیواد اکثرو ولایاتو په ډیرو برخو کی خپلواک او قانون پالونکی کاندیدانو سره فنی او معنوی مرسته کړی ده.

•    د ټوکیو کنفرانس د دایریدو نه ورسته په ۲۰۱۲ کال کی چی موخه یی د افغانستان دولت پلوی په هغه شرایطو کی چی یاد شوی هیواد د اداری فساد سره په جګړه بوخت وو د افغانستان د ځوانانو ملی او ټولنیز ارګان لمړنی ټولنه د هیواد په کچه وه چی سمدلاسه د اداری فساد په ضد د ملی شورای غونډی دروازی ته مخامخ د فساد په ضد د شعارونو په ورکولو سره سوله ییز لاریون وکړ په داسی حال کی چی خارجی او داخلی میدیا یاد شوی لاریون تر خپل خبری پوښښ لاندی نیولی وو.


•    د افغانستان د ځوانانو ملی او ټولنیز ارګان ځنی غړی د هرات په ولایت کی د هغو زرها و بی روزګاره کارکونکو په سوله ییز لاریون کی چی موخه یی د دولت نه د کار موندنی زمینه وه او د جنوری په ۳۰ او ۳۱ کی د دوو ورځو لپاره تر سره شو د ملاتړ په موخه ګدون او د دغه دوه ورځنی لاریون په ترڅ کی د افغانستان د ځوانانو ملی او ټولنیز ارګان د لاریون کونکو د استازو او دولتی چارواکو د لیدلو او خبرو اترو زمینه  د غوندو په جوړولو سره مساعد چی په پایله کی دولتی چارواکو د دغه مشکل د لری کولو وعده ورکړ.

•    د افغانستان د ځوانانو ملی او ټولنیز ارګان د هرات ولایت څانګه د دغه ولایت په ګذره ولسوالی کی د سولی تر نامه لاندی د فوټبال لوبی سیالی په لاره واچولی تر څو په نیشه ای توکو روږدی کسان ته یو پیغام ورکړل شی چی خپل روغتیا ته پام وکړی او د نیشه ای توکو د استعمال څخه لاس واخلی. چی دغه سیالی د ۲۰۱۲ کال د دسمبر په ۱۵ پیل او د ۲۰۱۳ جنوری په ۲۰ نیټه د یوه ټیم په بریالیتوب پای ته ورسیدی. پدغه سیالی کی دری ټیمونه د لمړی دوم او دریم مقام په لاس ته راوړلو سره د افغانستان د ځوانانو ملی او ټولنیز ارګان او همدارنګه د سیمه ییز دولتی ارګان له خوا ډالی تر لاسه کړی.

•    د افغانستان د ځوانانو ملی او ټولنیز ارګان د لوګر ولایت څانګه په ۹/۵/۲۰۱۱د ISGF په مرسته د انګلیسی ژبی مرکز د ښځو لپاره پرانیسته چی د څلورو میاشتو په ترڅ کی ۸۰ ښخو ته د انګلیسی ژبی زدکړه ورکړل شو خو په خواشینی سره د امنیتی ستونزو له امله دغه ټولنیز مرکز د ښځو پر مخ وتړل شو او یواځی نارینه ځوانانو ته په یاده شوی مرکز کی زده کړه ورکول کیږی. لیکن د افغانستان د ځوانانو ملی او ټولنیز ارګان په دی هڅه کی دی چی نوموړی مرکز یو امنیتی ساحی ته انتقال کړی تر څو د ښځو لپاره د زده کړی زمینه برابره شی.
 

AYNSO Partners

                                                                                   

مونږ سره اړیکه

AYNSO HQ Office: Darulaman main road, beside Russian Embassy – Kabul / Afghanistan
Email: info@aynso.org OR abarak@aynso.org
Website: www.aynso.org Phone: (+93) (0774588000)