English | Pashto | Dari 

ملاتړ NED د
د افغانستان د ځوانانو ملی او ټولنیز ارګان د ۲۰۱۰ میلادی کال د پیل څخه د هرات ولایت په ۱۵ ولسوالیو کی د دیموکراسی لپاره د ملی ودیعی (NED) په مالی مرسته  مدنی پوهاوی پروژی پلی کړی دی. د یاد شوو پروژو موخه د هراتی کلیوال پوهول د دوی سیاسی حقوق او وجایب وو او د بل پلوه د خبرو اترو زمینه برابرول د خلګو او دولت تر مینځ وو تر څو کومه فالصله چی د خلګو او دولت تر مینځ پیدا شوی وی له مینځه لاړ شی.
د ۲۰۱۰ کال د پیل نه د افغانستان د ځوانانو ملی او ټولینز ارګان د ۱۹۰ کسانو لپاره د هرات ښار په ۱۵ ناحیو کی  د عامی پوهنی ۹۶ سیمینارونه او د سیمه ییز خلګو د استازو چی شمیر یی ۳۰ کسان وو د سیمه ییز چارواکو تر مینځ یی ۳۰  جرګه ییز ناستی په لاره اچولی.
د پروژی په لمړنی کال کی د هرات ولایت په ولسوالیو کی میشته شوراګانی جوړی شوی او تر څنګ یی مشوره ورکونکی ټیمونه چی د ټولنی د اړتیا په پام کی نیولو سره مشوری ورکړی تاسیس شوی.
د ښو پایلو لاس ته راوړلو لپاره په یاد شوو سیمینارونو کی مستقیم ګته اخیستونکی کسانو ته بلنه ورکول کیده چی په خپل اړوند ټولنه کی یی نفوذ درلودل او دوی خپل زده کړی غیر مستقیم ګټه اخیستونکی کسانو ته د خپل ټولنی رسول.
د دیموکراسی لپاره د ملی ودیعی (NED) په مالی مرسته د جوړ شوی دری کلنو پرژو په لړ کی په زرها غیر مستقیم ګټه اخیستونکو کسانو ته د دوی حقوقی، سیاسی او وجایب په اړه معلومات د مستقیم ګټو اخیستونکو له خوا ورکړل  او همدارنگه د افغانستان د ځوانانو ملی او ټولنیز ارګان په هغو ډیرو غونډو کی چی سیمه ییز مشران ته د سیمه ییز دولتی ارگانو له خوا بلنه ورکړل شوی وو یو ښه رول لوبولی او ښی لاس ته راوړنی ئی درلودلی.
 

AYNSO Partners

                                                                                   

مونږ سره اړیکه

AYNSO HQ Office: Darulaman main road, beside Russian Embassy – Kabul / Afghanistan
Email: info@aynso.org OR abarak@aynso.org
Website: www.aynso.org Phone: (+93) (0774588000)